چین لۀ افغان زلزله ځپلو سره نوې مرسته کړې ده 

0
124

چین لۀ افغان زلزله ځپلو سره نوې مرسته کړې ده 

سفیر وانګ یو په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د افغانانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي او خپلې مرستې یې نه دي سپمولي. د چین اېم سي سي ډلې د ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت له زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته کړې، چې پکې اوړه، وريجې، غوړي او نغدي پيسې شاملې دي.

 

(2022 / 7 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین اېم سي سي ‌ډلې افغانستان کې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه او د افغانستان سرپرست حکومت ته یې وسپارله.

په يادو مراسمو کې د چین سفیر وانګ یو، د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست مرستیال مولوي شرف الدين مسلم ګډون کړی و.

سفیر وانګ یو په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د افغانانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي او خپلې مرستې یې نه دي سپمولي. د چین اېم سي سي ډلې د ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت له زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته کړې، چې پکې اوړه، وريجې، غوړي او نغدي پيسې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین به د خوړو، طبي درملو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي.

Leave a reply