افغانستان–امریکا مشورتي مکانیزم پرانیستل شو 

0
218

افغانستان–امریکا مشورتي مکانیزم پرانیستل شو 

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یادو مراسمو ته وویل، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي او دوی يې وټاکي، نړیواله ټولنه باید د افغانانو غږ واوري او ملاتړ یې وکړي.

(2022 / 7 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا په واشنګټن کې د افغانستان – امریکا مشورتي میکانیزم پرانیستل شو او په کار یې پیل وکړ.

د معلوماتو له مخې، د افغان ښځو او مدني ټولنې لپاره د جوړ شوي مشورتي میکانیزم هدف د افغانستان له شریکانو سره د امریکا د حکومت ښکېلتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، تېر کال په اګست کې په کابل کې تر تحول وروسته د افغانستان ښځې، نجونې، ژورنالیستان، د قومي او مذهبي ډلو غړي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخه شوې دي.

امریکا ویلي، له یادو ستونزو وروسته د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې مشران دې ناورین ته د ځواب ویلو لپاره متحرک شوي دي.

Leave a reply