بلنکن ویلي چې ا.ا پر کړیو ژمنو عمل ندی کړی
بلنکن ویلي چې ا.ا پر کړیو ژمنو عمل ندی کړی
خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پخوا ویلي وو، چې د دوحې تړون ته ژمن دي او د خپل اړخه یې ټولې ژمنې عملي کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن هغه یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده کړو اجازه ورکړي.
(2022 / 7 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې نه دي عملی کړي.
بلینکن دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د افغانستان، امریکا مشورتي مېکانیزم په نامه د یوې نوې ادارې د پرانیستلو پر مهال کړې دي.
بلینکن په خپلو خبرو کې د بشري حقونو د راپور پر اساس وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په سیستماتیک ډول د ښځو د ازاد تګ راتګ اونور حقونه محدود کړي دي.