امریکا حکومت د ماشومانو د وژنې معافي اوغوښته
باغي ټي وي رپورټ
په ۲۹ اکتوبر پایه تخت کابل کښې د امریکاي بې پایلټه الوتکې برید کښې د یو خاندان ۱۰ لس وګړي چې پکښې ماشومان هم وژل
شوي وو، امریکا دا بیان وو چې برید مو په داعش جنګیالو کړې دې.
امریکې وزیر دفاع په یو بیان کښې ویلي چې د کابل په برید کښې د غمځپلي خاندان سره غم کښې شریک یو او ددوی نه معافي غواړي.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د امریکا فوځونو د وتلو نه دوه ورځې وړاندې د امریکا په ډرون برید کښې د یو خاندان ۱۰ کسان چې پکښې ماشومان هم شامل وو، شهیدان شوي وو.