د ټرمپ پلویان غواړي امریکا کې ستر لاریون وکړي

0
168

د ټرمپ پلویان غواړي امریکا ستر لاریون وکړي

د ټرمپ پلویان غواړي امریکا ستر لاریونونه وکړي؛ خو د امریکا امنیتي ادارو د امنیتي ګواښونو خبر ورکړی دی.

 

 

(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

د ټرمپ پلویان غواړي امریکا ستر لاریونونه وکړي؛ خو د امریکا امنیتي ادارو د امنیتي ګواښونو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې دغه لاریون امریکا کې د وروستي بد وضعت، بې کاریو او د دولت د کمکاریو په ضد تر سره کېږي.

په دې وروستیو کې یو شمېر امریکایي لوړ پوړو چارواکو د امریکا له افغانستان څخه وتل، د تخلیې ماموریت او د بایډن د ادارې د کمزرویو په اړه جدي نیوکې کړي، چې له دې ډلې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم شامل دي.

تازه د ښاغلي ټرمپ پلویانو ویلی چې د بایډن د ادارې په ضد به لاریونونه کوي.

خو د امریکا امنیتي ادارو خبر ورکړی چې اوس دې څوک لاریونونه نکوي، ځکه د دوی په وینا امنیتي حالت ښه ندی او ممکن بدې پېښې رامنځته شي.

تر دې وړاندې کله چې ټرمپ ټاکنې وبایللې هم د ټرمپ پلویانو سخت لاریونونه وکړل چې د امریکا د سنا مجلس پر ودانۍ هم دننه شول او هلته یې ګډوډۍ رامنځته کړې.

Leave a reply