په تورخم پوله دې دې د ایمپورټ ایکسپورټ کلیرینس تیز کړې شي: د سوداګرو غوښتنه

0
92

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم پاکستان او افغاني سوداګرو او د ټرکونو مالکانو او ډریوران د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ او نور چارواکو نه غوښتنه کړې چې په دې پوله دې د صادراتو او وارداتو تجارتي سامان کلیرینس تیز کړې شي چې د دواړو ګاوندي هیوادونو خزانو ته کټه ورسي.
په تورخم پوله سوداګرو شکایت کړې چې دلته ی د پاکستانی توکو نه ډګ کانټینر او نور ټرکونو په ورځو ورځو ولاړ وی چې له وجهې ی ددوی ډیر مالي زیان روان دې.
سوداګرو اوویل چې دلته د صادراتي توکو په وزن کولو ، او بیا د سامانونو نه ډک ټرکونو تالاشی کولو باندې په پوله اهلکار ډیر وخت اړوي او ددوی ډیر وخت ضایع کوي.
سوداګرو غوښته وکړه چې په پوله دې چارواکي د تجارتی توکو په کم وخت کښې کلیرینس کوي، د ټرکونو په تالاشۍ دې هم ډیر وخت نه ضایع کوي چې د دواړه هیوادونو ترمینځ دوه طرف تجارت وده اومومي.

Leave a reply