په افغانستان کښې د طالبانو په حمایت او په ضد د ښځو لاریونونه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان بیله بیله ولایتونو هرات ،کابل او مزار شریف کښې د افغان ښځو له طرفه د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه وشو.
ښځې بازارونو ته راوتلې وې او غوښتل ی چې دوی له دې خپل حقونه ورکړې شي، د ښځو دا لاریونونه په داسې وخت کښې راوتلي چې په رسنیو کښې نن دا خبر هم خپور شوې دې چې په کابل کښې د امارت اسلامی مشرانو د زنانه وزارت ختم کړې او په ځای ی د نهی عن المنکر وزارت معرفي کړې دې چې د حکومت دې کار سره اولس بیل بیل غبرګونونه مخې ته راغلي.
بل طرف د افغانستان په ولایت ننګرهار کښې د امارت اسلامی د سپین بیرغ لاندې ښځې راوتلې وی او غوښتنه کوله چې دلته دې اسلامی شریعت عملی شي.
ښځو اوویل چې په افغانستان کښې د ښځو حجاب ته پاملرنه وشي، یوی احتجاج کوونکې اوویل چې اسلامی ښځو ته د زده کړې، کار او میراث حق ورکړې او امارت اسلامی ښځوته دا حقونه ورکړي.
د امارت اسلامی یو مشر ددې احتجاجونو او د ښځو د حقونو په اړه اوویل چې ښځو له چې کوم حقونه اسلام او دین محمدي ورکوي ، امارت افغانستان به ی هم ورکړي