پاکستان سره د افغانستان په مسله په رابطه کښې یو: د امریکا حکومت ویاند

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا حکومت ترجمان ویلي دې چې د افغانستان په موجوده صورت حال باندې د پاکستان مشرانو سره په اړیکه کښې یو.
د امریکې وزارت خارجه ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت ملاتړ کوي،وایی چې پاکستان د داسې افغان حکومت حمایت کوي چې هغه ته د افغان اولس حمایت او ملاتړ حاصل وي.
ویاند اوویل چې د پاکستان حکومتي چارواکو سره د افغان صورت حال په اړه مسلسل رابطه کښې یو او په افغانستان کښې مو په موجوده سیاسي بدلون په موضوع ډیرتفصیلي ټینګار کړ دې.
ویاند اوویل چې څو ورځې وړاندې مو په آن لاین غونډه کښې د پاکستان وزیر خارجه سره په دې خبره کړې وه چې په افغانستان کښې په تیرو ۲۰ شلوکالو کښې لاس ته راوړلو ثمرات چې پکښې د ښځو د حقونو په اړه کامیابي ده، ددې کامیابیو حفاظت او په افغانستان کښې ښځو ته دغه حقونو ورکول د ټولو په ګټه کښې دي





