امریکا په کابل کې د لسو ملکي کسانو وژل کېدل ومنل

امریکا په کابل کې د لسو ملکي کسانو وژل کېدل ومنل
امريکايي چارواکو منلې چې له افغانستان تر وتلو مخکې د دوی ډرون بريد کې ۱۰ بې ګناه کسان وژل شوي دي.
(2021 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
امريکايي چارواکو منلې چې له افغانستان تر وتلو مخکې د دوی ډرون بريد کې ۱۰ بې ګناه کسان وژل شوي دي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ يوې پلټنې موندلې چې د اګست پر ۲۹ د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې د خيريه ټولنې د يوه غړي او د هغه د کورنۍ د نهو غړو په ګډون لس تنه وژل شوي دي. پنټاګون وايي د امریکا استخباراتو د دغه کس موټر تر اتو ساعتونو پورې څارلی و او وايي باور يې درلود چې د داعش خراسان ډلې سره تړاو لري. تر دې وړاندې د امریکا نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو پلټنو کې څرګنده شوې وه هغه ډرون برید چې امریکایان وايي، د داعش ډلې پر یوه مرکز شوی، اصلاً د یوې خیریه موسسې پر کارکوونکي شوی دی. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مککنزي د دې پېښې په اړه د وژل شویو کسانو له کورنۍ څخه بښنه غوښتې.






