کابل کې د اهل تشيع پر جومات بريدګر، موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو
د کابل استخباراتو رياست په یوې خبرپاڼه کې ويلي، هغه بريدګر يې موخې ته له رسېد وړاندې نيولی چې غوښتل يې د کابل د اهل تشيع پر يوه جومات بريد وکړي.
دغه رياست ويلي چې ياد کس په ټولنيزو رسنيو کې د ابوخالد له مستعار نومه ګټه پورته کوله او غوښتل یې چې د واسکټ بم په واسطه په کابل کې د اهل تشيع پر يوه جومات بريد وکړي.
د ياد رياست لخوا په يوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د کابل ښار په ۳۱۵ فاميلي سیمه کې د داعش ډلې پر يو مهم پټنځای ځانګړي عمليات کړي.
خبرپاڼه کاږي، د يادو عملياتو په پايله کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي او درې تنه مهم بهرني غړي يې له دوه ميله کلاشينکوف او يوې تفنګچې سره نيولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، له ياد مرکزه د خراسان غږ مجلې د تاجيکي ژبې برخې نشرات تنظيمېدل او همداراز پکې تبليغاتي او مطبوعاتي مواد پکې ژباړل کېدل.