سوډان کې قومي شخړې؛ تېره يوه اونۍ کې ۶۵ کسان وژل شوي

له سوډان څخه راپورونه وايي چې په دغه هېواد کې د تېرې يوې اونۍ له راهيسې د هوسا او بيرټا قومونو ترمنځ د نښتو له امله ۶۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ تنه ټپيان دي.
رسنۍ وايي، د دغو شخړو ډېری قربانيان ځوانان دي چې په ډزو او يا چاکو په ضربو وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په دغو شخړو کې د ټپي شويو ځينو کسانو روغتيايي حالت ښه نه دی او که په وخت يې درملنه ونشي، نو ښايي د تلفاتو په شمېر کې نور زياتوالی هم راشي.
ويل کېږي د دغو دوو قومونو ترمنځ شخړې هغه وخت زور واخيست چې کله هلته د دوی په سيمه کې يو بزګر په مرموز ډول ووژل شو.
له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي ؤ چې په سوډان کې د عرب او غير عرب قومونو ترمنځ شخړو د ۱۲۵ تنو ژوند اخیستی دی.
په دغه هېواد کې قومي شخړې له هغه وخته ډېرې شوې، له کله نه چې په ۲۰۲۱ کال کې له يوې پوځي کودتا وروسته د سوډان د وخت حکومت وپرځول شو.






