په ورځنيو مکالمو کې د بريا راز

0
177

ورځينۍ مکالمې کولای شي چې ستاسې پر ورځنيو چارو مخامخ اغېز ولري او حتی د ژوند مهمو موخو په ترلاسه کولو کې خپل ځانګړی اغېز ولري، نو په همدې اساس هڅه وکړئ چې په ورځنيو مکالمو کې له پوره احتياط، غور، زغم او فکر څخه کار واخلئ. دلته نه غواړو په دې اړه بحث وکړو چې دا مکالمې يا خبرې اترې مو له چا سره دي. د همدې لنډې لیکنې په دوام مو تاسې ته څو مهمې لارښوونې راټولې کړي چې کولای شي ستاسې پر ورځنیو خبرو اترو او مکالمو باندې مهم اغېز وکړي.

 

په خپلو ورځنيو مکالمو کې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:

ـ بښنه مه غواړئ، بلکې مننه وکړئ.

ـ مه وايئ چې اوبښئ ناوخته مې کړه، بلکې ووايئ مننه چې انتظار مو وکړ.

ـ مه وايئ بښنه غواړم چې دومره خبرې مې وکړې، بلکې وواياست مننه چې خبرو ته مې دې غوږ ونيوه.

ـ مه واياست بښنه چې د زَور سبب مو شوم، بلکې وواياست مننه چې مهرباني راباندې کوئ.

ـ مه وايئ چې تېروتنه مې وکړه، بلکې وواياست مننه چې د تېروتنو په پار راته صبر کوئ.

تل مثبت اوسئ!

ليکنه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply