غزني ولايت کې د ۴۰ جوړو د واده ډلهييز مراسم ترسره شول
غزني ولايت کې د ۴۰ جوړو د ډلهييز واده مراسم ترسره شول.
دغه مراسم د دې ولايت د دينې عالمانو لوري د هغو ۴۰ جوړو لپاره ترسره شول چې د واده کولو لپاره يې مالي توان نه لره.
د دغه ډلهييز واده مراسم تېره ورځ غرمه مهال د غزني په يو خصوصي صالون کې ترسره شول، چې د دغو جوړو اړوندو کورنيو او خپلوانو په کې برخه اخيستې وه.
د دغه واده تنظيموونکو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دوی ځکه دغه اقدام وکړ چې دغو زومانو د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ودونو د ترسره کولو توان نه درلود.
ويل کېږي د واده په دغه مراسمو باندې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې دغو ديني عالمانو له خپلو شخصي جېبونو ورکړی دی.
له دې وړاندې هم د غزني په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ډلهييز ودونه ترسره شوي دي.
د چارو شنونکو په وينا، په هېواد کې روان اقتصادي کړکېچ، د بې کارۍ زياتېدل او ناسم رواجونه هغه څه دي چې ډېر شمېر ځوانان په دې نه توانېږي چې خپل ودونه ترسره کړي.