د انګلستان د کرکټ لوبډلې تکړه او مخکښ کرکټر بېن سټوک به راتلونکې سه شنبه يعنې سبا له سويلي افريقا سره د انګلستان پنځوس اوريزې سيالۍ څخه ورورسته له پنځوس اوريزو سياليو مخه ښه وکړي.
دغه انګلستانی الرونډر د دې پرېکړې په اعلانولو سره ټول د کرکټ مينه وال حيران کړل، ځکه چې بېن سټوک په دې وختونو کې ښه په فام کې دی او له خپل اړخه ښې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.
دغه ۳۱ کلن انګلستاني رسنيو ته ويلي چې زه به د سه شنبه په ورځ خپله دغه ستونزمنه پرېکړه عملي کړم او د تل لپاره به له پنځوس اوريزو سياليو مخه ښه وکړم.
هغه زياته کړه، که څه هم دا به زما لپاره سخته وي، خو زه غواړم په دې سره خپله ټوله پاملرنه د کرکټ ټېسټ او شل اوريزو فارمټونو ته کړم.
سټوک ويلي زما لپاره ټولې ۱۰۴ هغه پنځوس اوریزې لوبې چې د انګلستان لپاره مې کړي، خوندورې او په زړه پورې وې.