ترکمنستان او افغانستان د برېښنا ستونزو د هواري پۀ موخه خبرې کوي 

0
177

 ترکمنستان او افغانستان د برېښنا ستونزو د هواري پۀ موخه خبرې کوي 

برېښنا شرکت وايي چې په روانه درې ورځنۍ غونډه کې به د راتلونکي کال لپاره د افغانستان د اړتيا وړ برېښنا د مقدار او تعرفې د ټاکلو او دغه راز هغه هېواد ته د وارداتي برېښنا د لګښتونو د ورکولو پر څرنګوالي خبرې وشي.

 

(2022 / 7 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  افغانستان او ترکمنستان د برېښنا د ستونزو د هواري په موخه کابل کې درې ورځني غونډه پيل کړې ده.

  د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د ترکمنستان يو پلاوی کابل ته راغلی څو د تاپ پروې، نورالجهاد سب سټېشن او شبرغان – دشت الوان د ۵۰۰ کيلو ولټ پروژې په اړه خبرې وکړي.

  د ترکمنستان په پلاوي کې د ترکمنستان د نړيوالو پروژو رييس مراد ارتيکوف او د هغه هېواد د انرژۍ وزارت د بهرني اقتصاد رييس عطا ګيلدي هم شامل دي.

  برېښنا شرکت وايي چې په روانه درې ورځنۍ غونډه کې به د راتلونکي کال لپاره د افغانستان د اړتيا وړ برېښنا د مقدار او تعرفې د ټاکلو او دغه راز هغه هېواد ته د وارداتي برېښنا د لګښتونو د ورکولو پر څرنګوالي خبرې وشي.

  د افغانستان د برېښنا شرکت ځينې پروژې د نړيوال بانک، اسيايي پراختيايي بانک او دغه راز د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري تمويليدي چې د نوي حکومت په راتلو سره يې کارونه په ټپه ولاړ دي.

  د يادو پروژو د کارونو د بيا پيل په اړه تر دې مهاله نه د برېښنا شرکت او نه هم يادو تمويلوونکو ادارو څه ويلي دي.

Leave a reply