کندهار کې د اوبو درې بندونه جوړېږي

کندهار کې د اوبو درې بندونه جوړېږي
د کندهار ځايي چارواکي وایي چې په وروستیو کې د اوبو د کمښت له امله بزګرانو د برمو په وسیله د ځمکو لاندې اوبو را ایستل پیل کړي دي چې دا به د هېواد لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري، له همدې امله دوی هڅه کوي د کروندګرو د اړتیا وړ اوبه د بندونو د جوړولو پر مټ پوره کړي.
(2022 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کندهار کې د اوبو درې نور بندونه جوړېږي.
د کندهار ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په سپین بولدک او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د اوبو د ذخیرې درې بندونه جوړېږي.
راپورونه وایي چې له دې ډلې یو بند په سپين بولدک کې جوړېږي چې د شاوخوا ۲،۷ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیرې وړتیا به ولري.
همدا راز په شاه ولیکوټ کې جوړېدونکی بند به هم ۱،۷ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري.