د م،م پراختیايي پروګرام افغانستان د مرستې پۀ موخه نړۍوال بانک سره د شل میلیونه ډالرو همکارۍ تړون لاسلیک کړی 

0
203

د م،م پراختیايي پروګرام افغانستان د مرستې پۀ موخه نړۍوال بانک سره د شل میلیونه ډالرو همکارۍ تړون لاسلیک کړی 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه قرارداد به د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او موخه یې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ظرفیت لوړول او د پروژو ملاتړ دی، چې د پام وړ اغېز به ولري.

 

(2022 /  7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي برخو کې د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له نوښتونو د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه قرارداد به د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او موخه یې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ظرفیت لوړول او د پروژو ملاتړ دی، چې د پام وړ اغېز به ولري.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله، غیر دولتي او مدني بنسټونو د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیايي فعالیتونو کې مهم رول لوبولی دی.

Leave a reply