په کابل کې يو ډاکټر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

د استخباراتو رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي سرتېرو يې نن د محمد افضل په نوم يو ډاکټر چې ۲۷ ورځې وړاندې د کابل پنځمې ناحیې اړوند افشارو سيمې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی ؤ او له کورنۍ يې ۳۰ زره امريکايي ډالر غوښتل د استخباراتو رياست د منسوبينو له خوا ازاد شو.
(2022 / 7 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د استخباراتو رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي سرتېرو يې نن د محمد افضل په نوم يو ډاکټر چې ۲۷ ورځې وړاندې د کابل پنځمې ناحیې اړوند افشارو سيمې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی ؤ او له کورنۍ يې ۳۰ زره امريکايي ډالر غوښتل د استخباراتو رياست د منسوبينو له خوا ازاد شو.
چې هم مهال يې يو تن اختطاف ګر يې هم نيولی او پيسې يې هم کورنۍ ته سپارلي دي.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوي دې.