په نړیوال بازار کې د تیلو بیې ټیټې شوې خو افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي

0
207

د سوداګرۍ خونې مسوولین زیاتوي، چې د اوسني نرخ په اساس باید په افغانستان کې د یوه لیټر تیلو بیه ۶۰ افغانۍ وي. خلک له چارواکو څخه د تیلو د بیو د کنټرول په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

(2022 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
په نړۍوال بازار کې د تیلو بیې ۳۰ سلنه ټیټې شوې خو افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په نړیوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه د ۱۲۰ ډالرو څخه ۹۰ ډالرو ته راښکته شوې ده.

Leave a reply