د صوفي ظريف بابا د تدفين مراسم؛ کورنۍ يې هند ته د ورتګ لپاره د ويزو انتظار کوي

په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې د چشتي د تدفين مراسم يې د نوموړي د کورنۍ تر راتګه پورې ځنډولي، خو په ورته وخت کې د صوفي ظريف بابا کورنۍ بيا هند ته د تګ لپاره د دغه هېواد د ویزو د اخيستو په تمه دي.
د نوموړي کورنۍ وايي، د ويزو په ترلاسه کېدو سره به هند ته ولاړ شي او د هغه تدفين په مراسمو کې به ګډون وکړي.
هندي رسنۍ وايي چې هندي پوليسو د احمد ظريف چشتي د وژنې په تور ۴ تنه نيولي، خو د نيول شويو کسانو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
احمد ظریف چشتي د چنګاښ په ۱۴مه د هند مهاراشترا ايالت اړوند په ناسيک ښار کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو. دغه ۲۸ کلن هند مېشتی افغان هلته په صوفي ظريف بابا مشهور ؤ.
په ورته وخت کې د احمد ظريف چشتی کورنی د هند له حکومته په دې برخه کې د عدالت د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
د چشتي ورور احمد ظريفي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې موږ د هند له حکومته غواړو چې د ورور د وژنې په قضيه کې مو له عدالته کار واخلي.
احمد ظریف چشتي (صوفي ظریف بابا) له تېرو ۴ کلونو راهیسې د هند په ممبيي ښار کې ژوند کاوه.






