د افغان حاجیانو لومړی کاروان هېواد ته ورسېد

د افغان حاجیانو لومړی کاروان له سعودي عربستان څخه پنجشنبه ورځ ناوخته (د چنګاښ ۲۳مه) هېواد ته ستون شو.
د افغانستان ا.ا د حج او اوقافو وزارت وايي، د حاجیانو دغه ۷۰۰ کسیز کاروان په دوو الوتنو کې د هېواد پلازمېنې کابل ته ستون شوی دی.
د راپورونو له مخې سږ کال ۱۳ زره او ۵۸۲ افغان حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون درلود.
سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د استولو پروسه د هېواد له څلورو هوايي ډګرو څخه ترسره شوه.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير مولوي نور محمد ثاقب په سعودي عربستان کې د افغان حاجيانو لپاره له ټاکل شويو ځايونو څخه له نږدې ليدلنه کړې وه او د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل ؤ چې د عرفات په سيمه کې د افغان حاجيانو لپاره خېمه وهل شوې وه.
د حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړې له مخې، دغو شرکتونو په مساوي توګه د (۴۱) الوتنو په ترڅ کې د کابل بلخ، کندهار او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته افغان حاجیان ولېږدول.
دغه وزارت وايي د افغان حاجيانو د بېرته راستنېدو پروسه به هم ياد شرکتونه بشپړه کړي.






