دا اسریلو دورې څخه پس بایډن سعودي عربستان ته رسیدلې دې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییلو ته له سفر وروسته سعودي عربستان ته ورسېد.دا منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر لومړی سفر دی چې سعودي عربستان ته له رسېدو مخکې یې له اسراییلو څخه لیدنه وکړه.

د امریکا ولسمشر اسراییلو ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د اسراییلو او فلسطین له مشرانو سره وکتل.امریکايي ولسمشر له تل ابیب څخه په مستقیم ډول د اسرائیلو له ښاره جدې ته ورسېد، هغه لومړنی امریکايي ولسمشر دی چې له اسرائیلو څخه په مستقیم ډول یوه داسې عربي هېواد ته ځي چې اسرائیل په رسمیت نه پېژني.

دا سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر لومړی سفر دی.

جدې ته په رسېدو د مکې ګورنر شهزاده خالد الفیصل او په امریکا کې د سعودي سفیرې شهزادګۍ ریما بنت بندر د امریکايي ولسمشر هرکلی وکړ.د امریکا ولسمشر به په جده کې د سعودي له پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.د دې تر څنګ به بایډن به د جدې په امنیتي او پرمختیایي غونډه کې هم ګډون وکړي چې د بحرین، کویت، عمان، قطر او متحده عربي اماراتو مشران به په کې ګډون وکړي.

Leave a reply