د روسیې تازه برید؛ ۲۳  اوکرایني وګړي وژل شوي دي 

0
178

د روسیې تازه برید؛ ۲۳  اوکرایني وګړي وژل شوي دي 

د وینیتسیا د سیمې والي سرهي برزوف وایي چې د اوکراین دافع هوا ځواکونو څلور نور روسي توغول شوي میزایل شنډ کړي دي. دا ښار د اوکراین یو لوی ښار بلل کېږي چې شاوخوا ۳۷۰۰۰۰ نفوس لري.

 

(2022 / 7 / 15   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکرایني چارواکي وایي چې د وینیتسیا په ښار باندې د روسیې د میزایلو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.

اوکرایني پولیس وايي چې روسي ځواکونو پرون د کیف د جنوب لویدیځ په ۲۷۰ کیلو میترۍ کې د وینیتسیا په ښار باندې درې میزایل توغولي او یو دفتر یې وېشتلی دی.

پولیس چارواکي وايي د روسیې سمندري ځواکونو له تورې بحیرې څخه دا میزایل توغولي چې د استوګنې ودانۍ یې ورانې کړې او ۵۰ موټرونه یې هم سوځولي دي.

د وینیتسیا د سیمې والي سرهي برزوف وایي چې د اوکراین دافع هوا ځواکونو څلور نور روسي توغول شوي میزایل شنډ کړي دي. دا ښار د اوکراین یو لوی ښار بلل کېږي چې شاوخوا ۳۷۰۰۰۰ نفوس لري.

Leave a reply