د ا.ا بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې ځوان کدرونه به پۀ بېلابېلو برخو کې پر دندو ګوماري 

0
175

د ا.ا بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې ځوان کدرونه به پۀ بېلابېلو برخو کې پر دندو ګوماري 

نوموړي وویل چې په قطر کې یې د امريکا له استازو سره يې د ګنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړې او هیله من دی چې په راتلونکو کې به پایله ورکړي. د نوموړي په خبره ځوانو کادرونو ته اړتیا لري او په بېلابېلو برخو کې به تحصیل لرونکي ځوانان جذب شي.

(2022 / 7 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنيو چارو سرپرست وزير کندز ولایت ته په سفر کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به د ترانزیت په مرکز بدل او د ولسونو په اقتصاد کې به مثبت بدلون رامنځ ته شي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي دغه څرګندونې د کندز له سوداګرو، مخورو او سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.

نوموړي زياته کړې چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پخوانۍ ستونزې حل او د سوداګرو لپاره یې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

هغه ویلي چې د هېواد دننه د ټولو سوداګريزو بندرونو کار په ښه توګه روان دی او د اساسي فعاليتونو لپاره يې ا.ا خپل پروګرامونه لري.

متقي وویل چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه پرانيستل شوي او د اړيکو په پياوړتيا باندې په چټکتیا سره کار روان دی.

Leave a reply