ایران د افغانستان او ایران تر منځ د ګډ سرحد د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده
ایران د افغانستان او ایران تر منځ د ګډ سرحد د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د افغانستان او ایران د پولو امنیت د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.
(2022 / 7 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغانستان او ایران تر منځ د ګډو پولو امنیت ټینګ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د افغانستان او ایران د پولو امنیت د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.
بلخوا د ا.ا چارواکي وایي، د سرپرست حکومت ټولو ځواکونو ته امر شوی دی چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې امنیت ټینګ کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي هر هېواد غواړي چې په خپلو پولو کې یې کومه ستونزه نه وي او ا.ا په ټولو سرحدونو کې مسوولانو ته دنده سپارلې ده چې په خپلو سرحدونو کې له هېڅ اړخ سره د تاوتریخوالي کچې ته و نه رسېږي.