امریکا ویلي چې د ا.ا پر وړاندې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي   

0
111

امریکا ویلي چې د ا.ا پر وړاندې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي 

پرايس ويلي، نه يوازې دا چې واشنګټن په افغانستان کې د ا.ا پر وړاندې د وسله والو او تاوتريخجنو مخالفتونو ملاتړ نه کوي، بلکې د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې د وسله والو مخالفتونو ملاتړ ونه کړي.

 

(2022 / 7 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وايي، په افغانستان کې د ا.ا پر وړاندې د هيڅ وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس لويديځو رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي چې افغانستان کې دې ټول لوري خپلې ستونزې د خبرو له لارې هواري کړي.

پرايس ويلي، نه يوازې دا چې واشنګټن په افغانستان کې د ا.ا پر وړاندې د وسله والو او تاوتريخجنو مخالفتونو ملاتړ نه کوي، بلکې د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې د وسله والو مخالفتونو ملاتړ ونه کړي.

تر امريکا وړاندې بريټانيې هم دوه ځلې ډاډ ورکړی و چې افغانستان کې به د وسله والو مخالفتونو ملاتړ ونه کړي. امريکا وايي هيله لري چې افغانستان کې د خبرو له لارې ټولې ستونزې هوارې او ټيکاوو تينګ شي.

Leave a reply