په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۶۷۰ زرو واوښت

په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۶۷۰ زرو واوښت
د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۴۱ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۷۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
(2021 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۴۱ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۷۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۲۷ میلیونه ډېر شوی او له څلور میلیونه څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۳۰ زره او ۱۶۷تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۸۹ زره او ۲۴۶، په مکسیکو کې ۲۷۰زره او ۳۴۸، په هند کې ۴۴۴زره او ۲۴۸، په بریټانیا کې ۱۳۵ زره او ۱۳۴، په ایران کې ۱۱۶ زره او ۷۲ او په پاکستان کې ۲۷ زره او ۷۲ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.






