شلم شنګهایی تعاون کانفرنس، د پاکستان وفد مشري عمران خان کوي

0
65

باغي ټي وي رپورټ
په دوشنبې تاجکستان کښې د شلم شنګهایی تعاون کانفرنس کښې د پاکستان حکومت نمایندګي د پاکستان وزیراعظم عمران خان کوي.
ددې کانفرنس پیل کیدو نه مخکښې عمران خان د چین وزیرخارجه سره ملاقات کړې دې.

یاده دې وی چې د شنګهایی تعاون دغه ۲۰ شلمه غونډه په داسې وخت کښې کیږي چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان خپل ۳۳ غړو سرپرست حکومت جوړ کړې او ددې حکومت اعلان ی هم کړې دې.
د شنګهایی تعاون کانفرنس اته غړي دي، پاکستان هم په کال ۲۰۱۷ کښې ددې کانفرنس مکمل غړې جوړ شو.
روس، چین ، هند ، ازبکستان، قزاقستان، کرغیز، تاجکستان ددې اتحاد غړي دي.

Leave a reply