نړۍ دې افغانستان سره بشري مرستې پیل کړي: قریشي

0
112

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د شلم شنګهايي تعاون کانفرنس په موقع ی د روس وزیر خارجه سره هم لیدلي.

قریشي وایی چې په دې موقع ی د روس حکومت نماینده ته په ډاګه کړې چې په افغانستان کښې د بشري مرستو په بیړنۍ توګه ضرورت دې او نړې دې دې ستونزو ته پام لرنه وکړي او د افغانستان اولس سره دې بشري مرستې وکړي.
نوموړي لیکلی چې افغان اولس سره دې مرستې وشي چې افغان اولس ته راپیښه د خوراک او د داروګانو د کمي ستونزه هواره شي.
قریشي لیکلی چې نړې دې افغانستان یواځې پرې نږدي او افغانستان سره دې اړیکې جاری وساتي چې افغانستان د یو بل انساني بحران او خانه جنګۍ نه بچ شي.

Leave a reply