ټوېټر ادارې په محکمه کې پر ايلن ماسک عريضه کړې

ټوېټر ادارې له دې امله چې نوموتي امریکايي شتمن اين ماسک د دغه اپليکېشن له اخيستلو څخه لاس په سر شوی، په محکمه کې يې د نوموړي پر ضد عريضه کړې ده.

دغه ګام داسې مهال پورته کېږي چې تېره اونۍ ښاغلي ماسک اعلان وکړ چې نوموړی له خپل هغه وړانديزه لاس په سر شوی چې د ټوېټر د پېر لپاره د ۴۴ ميليارده ډالرو په مقابل کې کړی ؤ.

هغه ادعا کړې د ټوېټر ادارې د ټوېټر جعلي حسابونو په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې، نو له همدې امله دی هم د دې شبکې له پېرلو لاس په سر کېږي.

ټوېټر وروسته له فېسبوکه ترټولو زياته ملاتړ لرونکې ټولنيزه رسنۍ ګڼل کېږي او دمګړی په ټوله نړۍ کې وروسته له فېسبوک څخه زيات کاروونکي لري.

ټوېټر هغه ټولنيزه او ميکروبلاګي آنلاين شبکه ده چې خپلو کارکوونکو ته دا اجازه ورکوي چې څو د ۱۴۰ – ۲۸۰ کرکټرو پورې پوستونه چې د ټوېټ په نامه يادېږي، واستوي او ويې ليکي.

ټوېټر د ۲۰۰۶ کال د مارچ په مياشت کې د ( جک دروسي ) له لوري رامنځ ته شو او د همغه کال د جون په مياشت کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. نوموړې ټولنيزه رسنۍ په ډېرې چټکۍ سره پراختيا وموندله چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د کاروونکو شمېر تقريبا ۱۴۰ ميلونو ته ورسېد.

د ټوېټر شرکت د امريکې په سانفرانسسکو ښار کې موقعيت لري او ټوېټر په ټوله نړۍ کې يو له هغه لسو سايټونو څخه دی چې ډېر کتونکي او ليدونکي لري.

جک دروسي وايي: د ټوېټر کليمه مې په ناڅاپي او تصادفي ډول ‌ذهن ته راغله چې دا په حقيقت کې ډېر ښه انتخاب وو. د دې کليمې مانا: د نامرتبطه اطلاعاتو لنډ ځنځير او د الوتونکي غږ دی. د يادونې وړ ده چې ټوېټر په لومړيو کې د اوډيو شرکت داخلي کارکوونکو لپاره اوډون شوی و، خو د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کې په يو خپلواک شرکت واوښت.