نړۍ دې د افغانستان اولس سره بشري مرستي جاري وساتي: صدر علوي

0
85

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د ملګري ملتونو د مهاجرینو لوی کمیسون مشرفلیپوسره په ملاقات کښې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د نړۍ هیوادونو دې د افغانستان هیواد او ددې هیواد اولس سره بشري مرستې جاري وساتي.

صدر علوي اوویل چې د افغانستان اولس د کلونو جنګ له وجهې د ډیر سختو مالي مشکلاتو سره مخ دۍ او د افغان اولس سره دې ځانګړې مرستې وشي چې افغان اولس په خپلو خپو ودریږي.
نوموړی اوویل چې پاکستان حکومت او د پاکستاني عوام د اول نه دا ارمان او عملي کوششونه دي چې په افغانستان کښې امن،ترقي او اقتصادي خوشحالي راشي.
صدر اوویل چې پاکستان د تیرو ۴۰ کالو نه د ۳۵ لکو افغان مهاجرینو کوربه توب کوي او دوی له ی د تعلیم او صحت بنیادی سهولتونه ورکړل.
صدر علوی د ملګري ملتونو مشر ته د افغانستان عوام او حکومت سره د کړو مرستو نه خبر کړو او وې ویل چې دنیا هم په دې خبره ده چې پاکستان په هر سخت وخت کښې د افغان عوام خدمت کړې دې.
د امریکایی فوځونو د وتلو په اړه ی هم د ملګرومتلونو نماینده د پاکستان خدمتونو نه خبر کړ، په افغانستان کښې وسني د پاکستان سفارتي مشن او د خدمتونو تفصیل ی هم ورته وړاندې کړو.
د ملګري ملتونو نماینده افغان مهاجرینو په خدمت او په وسني افغان بحران کښې د پاکستان رول ستاینه وکړه.

Leave a reply