عمران خان او د تاجکستان رئیس جمهور د افغانستان په هکله خبرې کړي

عمران خان او د تاجکستان رئیس جمهور د افغانستان په هکله خبرې کړي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د تاجکستان رئیس جمهور امام علي رحمان ووف د شانکهای غړو هېوادو غونډې په څنډه کې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړي دي.
(2021 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د تاجکستان رئیس جمهور امام علي رحمان قربان ووف د شانکهای غړو هېوادو غونډې په څنډه کې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړي دي.
په دغه لیدنه کې عمران خان ویلي چې د افغانستان د پښتنو او تاجکو ترمنځ به سوله وکړي او پرې به نږدي چې هلته کورني جنګونه پیل شي، ښاغلي قربانووم هم عمران خان ته ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې دوی به ورسره د افغانستان سوله کې مرسته کوي.
تر دې وړاندې یو امریکايي جنرال د افغانستان په هکله ویلي ؤ چې ممکن هلته کورنۍ جګړې پیل شي.