پاکستان وايي چمتو یو چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرسته رسونه کې کومک وکړو

0
78

پاکستان وايي چمتو یو چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرسته رسونه کې کومک وکړو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ راشید احمد ملګرو ملتونو سازمان ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به افغانستان ته د بشري مرستو لیږد جاري وساتي.

 

(2021/ 9 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ راشید احمد ملګرو ملتونو سازمان ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به افغانستان ته د بشري مرستو لیږد جاري وساتي.
هغه دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنر، فليپو ګراندي، سره په کتنه کې کړي دي.
احمد په یوه حکومتي اعلاميه کې ویلي دي چې پاکستان افغانانو ته د مرستو رسولو او د بشري بحران د مخنیوي له پاره افغانستان ته د خوراکي موادو لارۍ استولي. هغه دغه راز ويلي دي چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره تازه افغان مهاجر پاکستان ته ورغلي دي.
پاکستان وايي چې دغه هیواد د اقتصادي محدوديتونو په ګډون د ګن شمیر دلایلو له مخې نه شي کولای د نورو افغان مهاجرو کوربتوب وکړي.

Leave a reply