کابل یو ځل بیا د ترهګرو مرکز جوړیدۍ شي: معید یوسف
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د قومي سلامتي مشیر معید معید یوسف چې که افغانستان یواځې پریښودل شي نو ددې نتیجه به ډیر خطرناک وي،معید وایی چې وړاندې هم په افغانستان کښې غلطۍ شوي او نتیجه ی د ټولو مخې ته ده.
خبري کانفرنس ته په وینا کښې معید یوسف اوویل چې مغربي هیوادونه بیا هغه غلطي کوي کومه ی چې په ۱۹۹۰ کښې کړې او افغانستان ی یواځې پریښودل.
یوسف وایی چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کښې هم دا غلطي وشوه او ددې نتیجه په افغانستان کښې جانه جنګي شروع شوه، د معیشت تباهي او په نړۍ کښې د ترهګرۍ خپریدل زمونږ مخې ته دي.
یوسف اوویل چې مغربی هیوادونو وس غلطي منلې او ددې غلطۍ د بیا نه کولو ژمنه ی کړې ده ، دوی اوویل چې د طالبانو په اړه چې نړۍ کومه پالیسي خپله کړې(ویټ اینډ واچ) چې د طالبانو حکومت ته دې انتظار وکړۍ شي او و دې کتلۍ شي چې دوی څنګه حکومت کوي، یوه ډیره غلطه او نقصاني پالیسي ده او دا پالیسي به دا جنګ ځپلې ملک نور د تباهۍ په طرف بوځي.