د افغانستان او ايران پوله ساتو ترمنځ په نميروز کې نښته شوې

0
185

تېره ورځ (دوشنبه، د چنګاښ ۲۰مه) ځیني داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د افغانستان او ايران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په نیمروز کې نښته رامنځته شوې ده.

تازه په تازه د ا.ا.ا د کورنيو چارو وزارت رسنيو ته د دې پېښې رامنځته کېدل تائيد کړي او ويلي يې دي چې په ياده پېښه کې چا ته زيان نه دی اوښتی.

د راپورونو له مخې دغه پېښه د افغانستان او ايران ترمنځ پر پرته پوله يعنې د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي چې په ياد سيمه کې اوس وضعيت آرامه دی.

د افغانستان او ايران ترمنځ پر پرته پوله د نښتو خبر نوی نه دی، په تېرو کې هم د داسې ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

د چارو شنونکي په سرحدي سيمو کې د پولو کره معلومولو کې لانجې، د اوبو کمښت، وچکالي او ځينې نور مسائل د داسې پېښو د رامنځته کېدو سبب ګڼي.

Leave a reply