اوکراین یو ځل بیا ادعا کړې چې روسي ځواکونو ملکي وګړي وژلي دي   

0
162

اوکراین یو ځل بیا ادعا کړې چې روسي ځواکونو ملکي وګړي وژلي دي 

اوکرایني چارواکي وایي چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په چېسیویار سیمه کې د خلکو پر یوې پنځه منزله استوګنیزې ودانۍ برید کړی دی چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.

 

(2022 / 7 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکرایني چارواکي وایي چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په چېسیویار سیمه کې د خلکو پر یوې پنځه منزله استوګنیزې ودانۍ برید کړی دی چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکي زیاتوي چې دا برید د روانې اوونۍ د تېرې یکشنبې په ورځ شوی دی.

که څه هم روسي چارواکي وایي چې دوی یوازې اوکرایني پوځیان په نښه کوي خو تازه یې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د روسیي پوځیانو په بریدونو کې د ملګي وګړو ډېرې وژنې د جون په ۲۱مه نېټه شوې چې په یو ځای ۱۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

Leave a reply