روسیه د اوکراین جګړې لپاره لۀ ایران څخه د ډرون الوتکو پیرلو هوډ لري

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ایران غواړي د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره روسیې ته نظامي ډرون الوتکې ورکړي او دوی ترې په هوایي بریدونو کې کار واخلي.
(2022 / 7 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي روسیه له ایران د ډرون نظامي الوتکو د پېرلو پلان لري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ایران غواړي د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره روسیې ته نظامي ډرون الوتکې ورکړي او دوی ترې په هوایي بریدونو کې کار واخلي.
هغه وایي ددې الوتکو شمېر سلګونه ته رسېږي او ایران روسیې ته د یادو الوتکو د ورکولو پلان لري. نوموړي ایران ته ګواښ وکړ چې د ورته اقدام په صورت کې به له سختو فشارونو سره مخ شي.