کانونو او پطرولیم وزارت ویلي چې هره میاشت ۴۰۰ میلیونه عوائد لري

0
244

 کانونو او پطرولیم وزارت ویلي چې هره میاشت ۴۰۰ میلیونه عوائد لري

نوموړي وویل هره ورځ تر زر ټنه پورې د ډبرو سکاره په اوولسو نقطو کې استخراجېږي او په خبره یې که دا استخراج همداسې دوام کوي نو اوسنۍ زیرمې تر ۵۰۰ کلونو دوام کولی شي.

 

(2022 / 7 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي د کانونو له درکه هره میاشت میلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې دوی هره میاشت د کانونو د استخراج په تېره بیا د ډبرو سکرو د صادراتو له درکه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه افغانيو عاید ترلاسه کوي.

د دغه وزارت ویاند مفتي برهان وایي دوی د خپلو ټولو عوایدو معلومات له ولس سره شریکوي او په وینا یې په دې برخه کې پوره شفافیت موجود دی.

نوموړي وویل هره ورځ تر زر ټنه پورې د ډبرو سکاره په اوولسو نقطو کې استخراجېږي او په خبره یې که دا استخراج همداسې دوام کوي نو اوسنۍ زیرمې تر ۵۰۰ کلونو دوام کولی شي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې په څه باندې اتیا سیمو کې د ډبرو سکرو ستر کانونه موجود دي چې ۶۳ سیمې یې د افغان حکومت له لوري د حفاظت په پالیسۍ کې شاملې شوې دي.

Leave a reply