چین روسیې سره افغانستان ته د دایمي ثبات د راتګ پۀ اړه خبرې کړي دي
چین روسیې سره افغانستان ته د دایمي ثبات د راتګ پۀ اړه خبرې کړي دي
چینایي لوري ویلي، روسیې او چین ژمنه کړې چې د افغانستان په اړه به د دواړو لورو ترمنځ شوي تعهدات عملي کوي او په دغه هېواد کې به د دایمي ثبات په راتګ کې مرسته کوي.
(2022 / 7 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین او روسیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او دایمي ثبات خبرې کړې دي.
چینایي لوري ویلي، روسیې او چین ژمنه کړې چې د افغانستان په اړه به د دواړو لورو ترمنځ شوي تعهدات عملي کوي او په دغه هېواد کې به د دایمي ثبات په راتګ کې مرسته کوي.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو د افغانستان ا.ا او ښځو د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه
دوی ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې په دې تړاو همغږي ډېره کړي.