د هلمند سیند درې تنه وړي چې دوه یې مړه شوي او یو تن یې ژغورل شوی

د هلمند سیند درې تنه وړي چې دوه یې مړه شوي او یو تن یې ژغورل شوی
باغي ټي وي رپوټ:
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ سیند درې تنه وړي چې دوه یې مړه شوي او یو تن یې ژغورل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې زیات خلک چې لامبو یې هم نه وي زده خو د سختۍ ګرمۍ له امله په سیندونو کې لامبي چې وخت نا وخت له ورته پېښو سره مخ کېږي.






