د سري لنکا صدر د استعفی ورکولو پریکړه کړې ده

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د سری لنکا ولسمشر ګوتابهایا راجا پاکسي د استعفی ورکولو پریکړه کړې ده.

د سری لنکا د لومړي وزیر دفتر ویلي چې ولسمشر ګوتابهایا راجا پاکسي د استعفی پخلی کړی دی.

دا اعلان دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې په زرګونو کسانو د ولسمشر او لومړي وزیر دواړو رسمي استوګنځایونو ته اور واچاوه او لا هم ودانۍ کلابندې دي.

دوی تر هغه وخته پورې د ودانۍ له خالي کولو څخه ډډه کړې ده چې ولسمشر او صدراعظم استعفی نه وي کړې.
هیڅوک نه پوهیږي چې د سریلانکا ولسمشر دا مهال چیرته دی.

د ولسمشر ګوتابایا راجا پاکس استعفا لومړی د جولای په نهمه د پارلمان د رییس لخوا اعلان شوه.

هغه په دې موقع وئيلي وؤ چې صدر به دجولائي په 13مه استعفى کوي.

اوس، د جولای په 11 د لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګ د دفتر لخوا په خپره شوې بیانیه کې، د سریلانکا ولسمشر اعلان وکړ چې هغه به د جولای په 13 نیټه استعفی وکړي.
خو تر اوسه د ولسمشر له خوا په دې اړه کومه مستقیمه اعلامیه نه ده خپره شوې.

د سریلانکا د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر استعفا یوازې هغه وخت منل کیدی شي چې هغه خپله استعفا د پارلمان رییس ته واستوي.

تر دې مخکې د سریلانکا لومړي وزیر ویلي و چې استعفا ته چمتو دی.

باید وویل شي، چې سری لنکا له څو میاشتو راهیسې د خوراکي توکو، درملو، تیلو، د برېښنا له کمښت او د ګرانۍ سره لاس او ګرېوان ده او د سري لنکا اولس هم دې لا مله د حکومت د استعفی غوښتنه کوي.

Leave a reply