هلمند کې کولرا ناروغۍ ۱۵ کسه وژلي دي

هلمند کې کولرا ناروغۍ ۱۵ کسه وژلي دي
که څه هم مسوولین وایي چې تر اوسه پورې باغران ته ورڅېرمه ولسوالیو کې د ورته ناروغۍ نښې نښانې نه دي موندل شوې خو اندېښنه څرګندوي چې که چېرته دا ناروغي کنټرول نه شي نو لرې نه ده چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد نورې سیمې هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په کولرا ناروغي اخته ۱۵ کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې پر کولرا ناروغۍ اخته ۱۲۰ کسان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې له ډلې یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د چارواکو په خبره، په کولرا اخته ناروغانو کې ډېر شمېر یې ماشومان دي.