پمپیو د منځني ختیځ پۀ اړه د بایډن وروستۍ څرګندونې تمسخر کړې دي

پمپیو د منځني ختیځ پۀ اړه د بایډن وروستۍ څرګندونې تمسخر کړې دي
د پومپیو په خبره، که چېرته جوبایډن غواړي چې د منځني ختیځ د امنیت په اړه په ډېر څه پوه شي نو باید د امریکا د مرکزي ځواکونو له قومندانۍ، اسراییلیانو، متحده عربي اماراتو، افغانانو او یا هم سعودي عربستان څخه پوښتنه وکړي.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر مایک پومپیو واشنګټن پوسټ ته د منځني ختیځ د امنیت په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن وروستي یادښت ته په غبرګون کې ویلي چې د منځني ختیځ په اړه د بایډن معلومات یا خو کافي نه دي او یا هم ټوکې کوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې بایډن ټوکې کوي. د پومپیو په خبره، که چېرته جوبایډن غواړي چې د منځني ختیځ د امنیت په اړه په ډېر څه پوه شي نو باید د امریکا د مرکزي ځواکونو له قومندانۍ، اسراییلیانو، متحده عربي اماراتو، افغانانو او یا هم سعودي عربستان څخه پوښتنه وکړي.
اړوند موضوعات:
بایډن: زما لۀ واکمنېدو سره د مرکزي آسیا هېوادونه امن شوي دي
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د منځني ختیځ د امنیت په اړه له بایډن سره یوازینی موافق کس د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای دی بس خلاص.




