بایډن: زما لۀ واکمنېدو سره د مرکزي آسیا هېوادونه امن شوي دي

بایډن: زما لۀ واکمنېدو سره د مرکزي آسیا هېوادونه امن شوي دي
د دوی په خبره بایډن نړۍ ته د امریکا ارزښت په صفر کې ضرب کړ، د ملاتړو او ملګرو هېوادونو اعتماد یې زیانمن کړ، د نړۍ په کچه یې پر امریکا نیوکې ډېرې کړې او د اوکراین جګړه د بایډن ددې بې فکره اقدام پایله ده.
(2022 / 7 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جو بایډن ادعا کړې چې دده په راتګ سره منځنی ختيځ او اسیايي هېوادونه امن شوي دي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې له افغانستان یې ځواکونه وتلي دي خو سیمې ته امنیت راغلی دی.
هغه وایي چې دا د ښه مدیریت پایله ده. په مقابل کې یې د هغه سترو نیوکه کوونکو په تازه مقالو کې ویلي چې د بایډن ستره ناکامي له افغانستان د امریکايي عسکرو ایستل ؤ.
د دوی په خبره بایډن نړۍ ته د امریکا ارزښت په صفر کې ضرب کړ، د ملاتړو او ملګرو هېوادونو اعتماد یې زیانمن کړ، د نړۍ په کچه یې پر امریکا نیوکې ډېرې کړې او د اوکراین جګړه د بایډن ددې بې فکره اقدام پایله ده.
د بايډن مخالفین وایي چې سپينه ماڼۍ نور د بایډن له ناوړه کړنو او له زیانه ډکو اقداماتو ستړې شوې ده او هغه یو ناکام ولسمشر دی چې د مسایلو ټول اړخونه هېڅ وخت نه ارزوي.






