د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي چې قطر سره مو د پوځ پر تجهیزاتو خبرې کړې دي

د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي چې قطر سره مو د پوځ پر تجهیزاتو خبرې کړې دي
د ا.ا د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې تازه د قطر هېواد له سفر څخه را ستون شوی وايي، چې قطر ته یې د خپل سفر پر مهال له قطري چارواکو سره د افغان ځواکونو د معاشاتو، یونیفورم او د سرحداتو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو، وسایطو او نورو موضوعات په اړه خبرې کړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې قطر له خپل دفاع وزارت سره د ا.ا د دفاع وزارت د تړون غوښتنه وکړه، څو د هماغه تړون په اساس ا.ا سره همکاري وکړي. د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د قطر غوښتنې ورسره راوړي او د اسلامي شريعت او ملي ګټو له پام کې نيولو سره به ياد شوی تړون لاسليک کړي. دفاع وزیر دا هم وويل، چې قطر له مخکې نه دوی سره مرستې کړي او د هماغو مرستو په دوام دوی ترې نورې مرستې غوښتي دي.




