هند لس زره ټنه غنم د ملګرو ملتونو پۀ مرسته افغانستان ته لېږي 

0
141

هند لس زره ټنه غنم د ملګرو ملتونو پۀ مرسته افغانستان ته لېږي 

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د همکارۍ تازه تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې لس زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته لېږدول کېږي.

 

(2022 / 7 / 10   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند افغانستان ته د لس زره ټنه نورو غنمو د لېږد تړون هم له ملګرو ملتونو سره لاسلیک کړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د همکارۍ تازه تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې لس زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته لېږدول کېږي.

دغه غنم به د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته په افغانستان کې وېشل کېږي او د پنځوس زره ټنه مرسته شوو غنمو وروستۍ جوپه ده.

په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ او اقتصادي ستونزو له امله د رامنځ ته شوي اقتصادي ناورین د کنټرول لپاره هند د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې وه، خو دغه غنم بیا تر ننه پورې د پاکستان د نه همکارۍ له امله افغانستان ته نه وو رسېدلي چې اوس یې وروستۍ جوپه د خوړو نړیوالو پروګرام ته سپارل کېږي او هغه به یې په افغانستان کې وېشي.

Leave a reply