ملګري ملتونه افغان بزګرانو سره ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي
ملګري ملتونه افغان بزګرانو سره ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي
د دې سازمان په وینا دا مرسته به په ۱۱ ولایتونو کې ۵۵۰۰۰۰ هغو کسانو ته ورسېږي، چې ځمکې یې کمې یا یې بیخي نه لري او همداراز هغو مېرمنو او معلولانو ته به هم ورکړل شي چې د خپلو کورنیو سرپرستان او د کرنې په برخه کې کار کوي.
(2022 / 7 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي دي، په افغانستان کې د هغو سیمو له بزګرو سره ۱۴میلیونه ډالره مرسته کوي چې وروستیو طبیعي پېښو ځپلي دي.
دې سازمان په هغې اعلامیه کې چې نن یې پر خپله وېبپاڼه خپره کړې ده، لیکلي دي چې د جاپان د حکومت لخوا دا مرسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو د ډېرولو لپاره مصرف کړي.
د کرنې او خوړو سازمان ویلي، هڅه کوي هغه بزګر چې وچکالۍ، ژور اقتصادي بحران او وروستیو طبیعو پېښو ځپلي دي، له دې مرستو برخمن شي.