ملا محمد حسن ویلي چې، دوی د افغانانو د ستونزو د حل پۀ لټه کې دي

ملا محمد حسن ویلي چې، دوی د افغانانو د ستونزو د حل پۀ لټه کې دي
نوموړي نن په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې که څه هم د کوم چا یا هیواد یادونه نه ده کړې، خو زیاته کړې ده چې هغوی اوس هم د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ غواړي چې بېلا بېلې ستونزې ورته ورسوي.
(2022 / 7 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وايي، دوی غواړي د افغانانو اقتصادي ستونزې هواري کړي، خو په خبره یې له طالبانو سره په تیرو شلو کلونو کې جنګېدونکي نه غواړي چې افغانان هوسا شي.
نوموړي نن په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې که څه هم د کوم چا یا هیواد یادونه نه ده کړې، خو زیاته کړې ده چې هغوی اوس هم د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ غواړي چې بېلا بېلې ستونزې ورته ورسوي.
حسن اخند وویل چې د ا.ا حکومت ټولو ته ډاډ ورکړی چې د بل چا په کورنیو چارو کې به مداخله نکوي او امنیت ته یې ستونزې نه جوړوي.
نوموړي همدرانګه د ا.ا حکومت له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې په بهر کې د ناستو کسانو په غوښتنه دې نه جنګیږي.






