وزیراعظم شهباز شریف حاجیانو د حج اکبر مبارکي ورکړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ حاجيانو ته د حج اكبر مباركي وركړه او د الله تعالى په دربار کښې ی د اسلامي امت او پاكستان لپاره د رحمت او برکت دعا وكړه۔
نوموړي په یوه پیغام کې د حج اکبر له ترسره کوونکو حاجیانو وغوښتل چې د بشریت لپاره ځانګړې دعاګانې وکړي او له مصیبتونو څخه بښنه وغواړي.
حج اکبر کی سعادت حاصل کرنے والے حجاج سمیت پوری امت کو مبارک پیش کرتا ہوں۔ اللہ تعالیٰ کے عالم انسانیت بالخصوص مسلمانوں پر اس کے رحم، امت کے اتحاد، ترقی و خوش حالی، وباؤں سے نجات، مقبوضہ فلسطین اور کشمیر کی آزادی اور مظلوم انسانیت کے دکھوں اور مصائب سے نجات کی دعا کی اپیل کرتا ہوں
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) July 8, 2022
وزيراعظم نواز شريف ووئيل دا د انسانيت د سوكالۍ او د وبائي مرضونو نه د خلاصون لپاره د دعا كولو مبارک موقع ده۔
هغه د الله تعالی له دربار څخه د مقبوضه فلسطين او کشمير د ازادۍ لپاره د مظلوم ولس د نجات دعا هم وکړه.
هغه وويل: “الله تعالی دې د حج اکبر په برکت پاکستان د پورونو څخه راوباسي چې په دې هیواد کښې خوشحالي راشي او مونږ ته دې اقتصادي خودکفاي راکړي.”
هغه له ملت هم وغوښتل چې د شهيدانو د درجو د لوړولو لپاره ځانګړې دعاګانې وکړي.






