نن د جي شل هېوادونه غونډه پۀ اندونیزیا کې ترسره کېږي

نن د جي شل هېوادونه غونډه پۀ اندونیزیا کې ترسره کېږي
که څه هم روسیه د پیل په شېبو کې د دې غونډې ګډونواله وه، خو د راپورونو د معلوماتو له مخې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» بېرته له غونډې وتلی دی.
(2022 / 7 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نړۍ د «جي شل» هېوادونو جګپوړو دیپلوماتانو نن په اندونیزیا کې خپله یوهورځنۍ غونډه پیل کړې ده.
د اندونیزیا په مالي کې د دې پيلشوې غونډې موخه د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو راتلونکي ناستې تابیا نیول دي.
د جي شل هېوادونو د نننۍ غونډې پر دې موخې سربېره په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو پر ګرانېدو بحثونه هم د ناستې اجنډا بلل شوې ده.
ویل کېږي په دې غونډه کې به پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په نړۍ کې د خوراکي توکو او انرژي پر ګرانبیهکېدو خبرې اترې وشي.
که څه هم روسیه د پیل په شېبو کې د دې غونډې ګډونواله وه، خو د راپورونو د معلوماتو له مخې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» بېرته له غونډې وتلی دی.
د راپورونو له مخې چې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو یا جي شل سرمشریزه هم سږ کال ده.






